Share this link via
Personality Websites!
څنګه چې څاروي حلالول سُنّتِ ابراهيمي دي، داسې دا جذبۀ اطاعت او فرمانبرداري، خپل ځان الله پاک ته مکمل طور سپارل، دا هم د حضرت ابراهيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام مبارکه طريقه ده. يقيناً حضرت ابراهيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام د الله پاک نبـي دے، مونږه د هغه برابر نشو کيدے خو چې څنګه د څاروو قرباني کوو او د حضرت ابراهيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام سُنّت ادا کوو، داسې ځان الله پاک ته د سپارلو سره، ځان مکمل طور د الله پاک په اطاعت کښې مشغولو هم کوشش كول پکار دے.
د حضرت ابراهيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام سره به نسبت کله صحيح وي؟
غوثِ اعظم شيخ عبد القادرِ جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: مؤمن بنده لِمَ (يعني ولې)؟ او کَيفَ (يعني څنګه)؟ نه پيژني (يعني مؤمن بنده دا نه ګوري چې حکم ولې راکړے شو، څنګه راکړے شو بلکه يو مسلمان صِرف دا ګوري چې حکم چا راکړو؟ الله پاک حکم راکړے دے، د هغه محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حکم راکړے دے نو بس اوس بنده دا پوره کوي، په دې اعتراض نه کوي بلکه که د سر بيلل پکښې ولې نه وي، هغوئي د الله و رسول په حکم باندې عمل کوي)
غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور فرمائي: نفسِ اَمّاره د شَر نه ډک دے، که چرې انسان مجاهده اوکړي (يعني په ځان سخته تيره کړي، په هر حال کښې د الله او د رسول په حکم عمل اوکړي نو په قلاره قلاره) نفسِ اَمَّاره نفسِ مُطمَئِنَّه جوړ شي، کله چې نفسِ اَمَّاره نفسِ مُطمَئِنَّه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami