Share this link via
Personality Websites!
راغے، قربان شم! دا جذبۀ اطاعت ده، دا د ابراهيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام د خپل رَبّ سره کمال محبت دے چې د دې حکم اوريدو سره هم هغوئي تندے كوَت نه کړو، په ژبه څه ګِله راتلل خو لويه خبره ده، په زړه کښې ئې هم څه خيال تير نه شو، حضرت ابراهيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام د خپل رَبِّ کريم حکم په سر سترګو اومنلو او خپل د پئيو ماشوم ځوئ او د هغه مور ئې بالکل يواځې د مکې مکرمې په بے آباده علاقه کښې پريښودل او واپس ئې تشريف يوړلو.
اللہ! اللہ! ...
ابھی عشق کے امتحاں اور بھی ہیں
چې کله د حضرت اسماعيل عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام عمر مبارک تقريباً 13 کاله شو، حضرت ابراهيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام خوب اوليدلو چې خپل ځوئ حلالوي، د انبيائے کرامو عَلَيْهِمُ السَّلام خوبونه هم وَحي وي، ځکه حضرت ابراهيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام د خوب په ذريعه په ورکړے شوي د الله پاک په دې حکم د عمل کولو د پاره مکې مکرمې ته اورسيدلو، حضرت اسماعيل عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام ته ئې خوب اووئيلو، فرمانبرداره ځوئ عرض اوکړو:
قَالَ یٰۤاَبَتِ افۡعَلۡ مَا تُؤۡمَرُ ۫ سَتَجِدُنِیۡۤ اِنۡ شَآءَ اللّٰہُ مِنَ الصّٰبِرِیۡنَ )۱۰۲(
(پارہ:23،سورۂ صٰفّٰت:102)
[مفهوم] ترجمۂ کَنْز العِرْفان: ځوئ اووئيل: اے زما پلاره! تاسو هغه اوکړئ د کومې چې تاسو ته حکم شوے دے. اِنْ شَآءَ الله نزدې ده چې تاسو به ما صبر والا اومومئ.
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami