Share this link via
Personality Websites!
څه حاجت وي نو اوفرمائې! اوئې فرمائيل: حاجت خو دے خو ستا نه نه، عرض ئې اوکړو: بيا د چا نه حاجت دے، هغه ته اووائې! اوئې فرمائيل: هغه مې ويني، د وئيلو ضرورت نشته.
سُبْحٰنَ اللّٰہ! دا يقين وو، توکل وو، بيا الله پاک هغوئي ته د دې يقين او فرمانبردارئ صِله هم عطا کړه، په ميلونو خور هغه وحشت ناک اور الله پاک د حضرت ابراهيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام د پاره د ګلونو په باغ کښې بدل کړو.
بيا حضرت ابراهيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام ته د هجرت حکم اوشو، هغوئي خپل کور، خپل خپلوان، ټول پريښودل او شام مُلک ته ئې هجرت اوکړو.
حضرت ابراهيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام چې کله د ضعيفئ عمر ته اورسيدلو، نو هغوئي دعا اوکړه:
رَبِّ هَبۡ لِــىۡ مِنَ الصّٰلِحِيۡنَ (پارہ:23،سورۂ صٰفّٰت:100)
[مفهوم] ترجمۂ کَنْز العِرْفان: اے زما رَبه! ما له نيک اولاد راکړه.
په دغه عمر کښې الله پاک هغوئي ته د حضرت اسماعيل عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام په شکل کښې نيک ځوئ ورکړو، لا حضرت اسماعيل عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام د پئيو څښلو عمر وو، حکم اوشو: اے ابراهيمه! خپل ځوئي او د هغه مور په مکه مکرمه کښې پريږده!
الله اکبر! د ضعيفئ په عمر کښې ورته ځوئ عطا کړے شو، اوس د پئيو څښلو په عمر کښې دے او ځوئ د خپل ځان نه د جدا کولو حکم
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami