Share this link via
Personality Websites!
اے عاشقانِ رسول! د غور مقام دے! مونږه قرباني خو کوو، د ګرانو ګرانو څاروو اخستلو سره په ډير شوق قرباني کوو، کله چې څاروے راولو نو محله کښې دا خبره کيږي چې فلانکي دومره ګران څاروے راويستلو، خپلوانو ته، ګاؤنډيانو ته او دوستانو ته دا وئيلے شي خو غور اوکړئ! په مونږه کښې د جنّت د زيري حق دار جوړيډونکي يعني مُخبِت څومره دي؟ د الله پاک ذِکر کوونکي، د ذِکرُ الله اوريدلو سره خوشحاليدونکي، د الله پاک د ويرې نه رپيدونکي، لمُونځونه کوونکي، د الله پاک په لاره کښې د زړه په اخلاص صدقه او خيرات کوونکي څومره دي؟
آه! افسوس! مونږه قرباني خو کوو، دا هم ډير ښه کار دے، نيک کار دے، په چا چې قرباني واجب ده، هغوئي ته خو به ئې کوي، د دې نه بغير ئې خلاصے نشته خو د قربانئ اصلي مقصد څه دے؟ قرباني مونږ ته څه سبق راکوي؟ دا مقصد به مونږه کله پوره کوو؟
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! قرباني سُنّتِ ابراهيمي ده، په دې چې مونږه غور اوکړو، د حضرت ابراهيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام مبارک انداز څه دے؟ د هغوئي عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام سيرتِ پاک مونږ ته څه راښائي؟
د حضرت ابراهيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام عمر مبارک 7 کاله وو، الله پاک هغوئي
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami