Share this link via
Personality Websites!
فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم : اَلنِّیَّۃُ الْحَسَنَۃُ تُدْخِلُ صَاحِبَہَا الْجَنّۃَ يعنې ښه نِيَّت بنده جَنَّت ته داخلوي.[1]
اے عاشقانِ رَسُول! د هر نيك او جائز كار نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونو كولو عادت جوړ كړئ چې هغه نِيَّت بنده جنَّت ته داخلوي. د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې * نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم. * د علمِ دِين زده كولو د پاره به پوره بيان اورم * چې څومره كيدے شو د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به بااَدبه كښينم * د خپلے اصلاح د پاره به پوره بيان اورم * څه چې واورم پخپله به پرې د عمل كولو او نورو د د رَسَولو كوشش كووم * كه قلم كاغذ درسره وي نو د اهمو نكاتو نوټ كولو نِيَّت هم اوكړئ.
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د ذُوْالْحِجَّۃُ الْحَرام مياشت د اسلامي کال آخرئ او د برکت نه ډکه مياشت ده، د حضرت ابو سعيد خدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي، مُحَمّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: سَيِّدُ الشُّهُورِ رَمَضَانُ، وَأَعْظَمُهَا حُرْمَةً ذُو الْحِجَّةِ يعني د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami