Share this link via
Personality Websites!
وئيلي دي چې قرباني په هر اُمت لازم کړے شوې ده، بيا ئې اووئيل قرباني د نعمت شکر دے او دا به صرف د الله پاک د پاره کولے شي، بيا په آخره کښې الله پاک فرمائي:
وَ بَشِّرِ الْمُخْبِتِیْنَۙ(۳۴) (پارہ:17،سورۂ حج:34)
[مفهوم] ترجمۂ کَنْز الايمان: او اے محبوبه زيرے ورکړه هغه عاجزي كوونكو ته.
يعني اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! کوم چې مُخبِت (يعني عاجزئ کوونکي) دي، هغوئي ته د جنّت زيرے ورکړه!
مُخبِت (يعني عاجزئ کوونکي) څوک دي؟ د دې وضاحت کولو سره الله پاک فرمائي:
الَّذِیْنَ اِذَا ذُكِرَ اللّٰهُ وَ جِلَتْ قُلُوْبُهُمْ وَ الصّٰبِرِیْنَ عَلٰى مَاۤ اَصَابَهُمْ وَ الْمُقِیْمِی الصَّلٰوةِۙ-وَ مِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ(۳۵)
(پارہ:17،سورۂ حج:35)
[مفهوم] ترجمۂ کَنْز العرفان: هغه خلق دي چې کله د الله پاک ذِکر کيږي نو د هغوئي زړونه ويريږي او هغوئي ته چې کوم مصيبت اورسي په هغې صبر کوونکي دي او لمُونځونه کوونکي دي او زمونږ د ورکړے شوي رزق نه خرچ كوي.
يعني مُخبِت (د الله پاک د پاره عاجزئ کوونکي) هغه خلق دي کله چې د دوئي مخکښې د الله پاک ذِکر کيږي نو د هيبت او جلال په وجه د دوئي زړونه ويريږي، د الله پاک د عذاب ويره د دوئي د بدن د حصو نه ظاهريږي، دوئي ته چې دُنيا کښې کوم مصيبت اورسي، په هغې صبر کوي، لمُونځونه ادا کوي او د الله پاک په ورکړے شوي رِزق کښې صدقه او خيرات کوي.[1]
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami