Share this link via
Personality Websites!
چنانچه په مونږ باندې د حلال څاروو قرباني لازمه كړے شوه چې مونږه د ذِكرُ الله كوونكو څاروو غوښه اوخورو، د دې سره به زمونږه عقل زيات شي، كله چې د ذِكرُ الله كوونكو څاروو د غوښې په ذريعه عقل زيات شي نو هغه عقل به نيكئ طرف ته زيات راغبه شي، په هغې كښې به فُتور كم راځي، داسې عقل به ښه سوچ والا جوړ شي.
داسې به د ذِکرُ الله کوونکو څاروو غوښه زمونږ د بدن حصه جوړه شي، چې زمونږ د طبيعت حصه جوړه شي نو دې سره به غفلت ختم شي او انسان به زيات ذِکرُ الله کوونکے جوړ شي.[1]
علامه ابن رجب حنبلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې مدني ګل ذکر کولو نه پس فرمائي: کوم بنده چې د الله پاک اطاعت کوونکي، زيات ذِکرُ الله کوونکي، دا څاروي حلال کړي، بيا د دې غوښه اوخوري، بيا چې د دې د غوښې نه کوم طاقت حاصل کړي، دغه طاقت په ګناهونو کښې اولګوي نو ګنې ده چې لکه معامله الټا کړه، د شکر په ځائے ئې ناشکري اوکړه، د داسې كم عقله انسان نه خو څاروے ډيرې درجې بهتر دے.[2]
اے عاشقانِ رسول! د عِبرت ځائے دے! دا څاروي چې د قربانئ په ورځ حلاليږي، د دې غوښه مالداران، غريبانان ټول خوري، حق دا
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami