Share this link via
Personality Websites!
عُلمائے كرامو د دې سوال ډير جوابونه ارشاد فرمائيلي دي:
علامه ابن رجب حنبلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دې سلسله كښې ډير ښکلي ايمان افروز مدني ګلونه بيان کړي دي، هغوئي فرمائي: ځناور د الله پاک ذکر ډير کوي،الله پاک په قرآنِ مجيد کښې فرمائي:
وَ اِنْ مِّنْ شَیْءٍ اِلَّا یُسَبِّحُ بِحَمْدِهٖ (پارہ:15،سورۂ بنی اسرائیل:44)
[مفهوم] ترجمۂ کَنْز الايمان: او هيڅ داسې يو څيز نشته کوم چې د هغه د تعريف کولو سره د هغه پاکي بيان نه کړي.
د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د فرمان مبارك خلاصه ده: ډير داسې ځناور شته کوم چې د انسانانو نه بهتره او د دوئي نه زيات ذِکرُ الله کوونکي دي.[1]
د دې نه معلومه شوه! چې مجموعي طور ځناور د انسانانو په نسبت زيات د الله پاك ذِکر کوي، آؤ! انسانانو کښې هم داسې دي کوم چې ډير زيات د الله پاک ذِکر کوي خو د انسانانو يو شمير داسې هم دے کوم چې د غفلت ښکار دي او ځناور عموماً د الله پاک ذکر کوونکي وي. ځکه مونږ ته الله پاک د څاروو د قربانئ حکم اوکړو، دې کښې حکمت دا دے چې د غوښې خوړلو سره عقل زياتيږي، د وجود طاقت زياتيږي او د غوښې دا خوبي ده چې دا د انسان په طيبعت اثر كوي.
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami