Share this link via
Personality Websites!
ادا کړئ! او هغه ته سر ښكته كړئ!
اے عاشقانِ رسول! معلومه شوه، چې الله پاک د څاروو په باره کښې په مونږه کوم انعامات اوکړه، څاروي ئې پيدا کړه، دا ئې زمونږ په قابو کښې راويستل، د دې غوښه ئې زمونږ د پاره حلاله اوګرځوله، قرباني د دې انعاماتو شکر هم دے او د دې سره سره دې کښې اِظهارِ توحيد هم دے، يعني په ټوله دنيا کښې مسلمانان د غټ اختر په موقع د څاروو حلالولو په وخت د الله پاک نوم اخلي او دا اِظهار کوي چې الله پاک يو دے، په مونږه انعام کوونکے يو دے، د ټولو مخلوقاتو پيدا کوونکے يو دے او مونږه صرف د هغه يو الله پاک وحدہُ لَاشَرِیْک عبادت کوو، د هغه نه علاوه بل څوک خپل خدائے نه ګنړو.
معلومه شوه، چې قرباني څه رسم نه دے بلکه د نعمت شکر هم دے او دې سره سره د عقيدۀ توحيد عملي اِظهار هم دے.
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! يو سوال په ذهن کښې راځي، هغه دا چې قرباني که چرې د نعمت شکر دے نو دا شکر په يو بل انداز کښې مثلاً، د لمُونځونو کولو، روژو نيولو، صدقې او خيرات کولو سره هم خو شکر ادا کيدے شي، آخر د دې د پاره د څاروو قربانول ولې ضروري دي؟
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami