Share this link via
Personality Websites!
په تفسير صراط الجنان کښې د دې آيت لاندې دي: يعني تيرو ايمانداره اُمتونو کښې د هر اُمَّت د پاره الله پاک يوه قرباني مقرر کړې وه چې دغه شان هغوئي د څاروو حلالولو په وخت په هغې د الله پاک نوم واخلي.[1]
قرباني شکرِ نعمت او د عقيدۀ توحيد عملي اِظهار
د جهالت په زمانه کښې به خلقو د خپلو دروغژنو خدايانو [يعني بُتانو] د پاره قرباني کوله او د حلالولو په وخت به ئې هم د هغوئي نومونه اخستل، د مُشرِکانو د دغې شِرک ختمولو د پاره الله پاک اوفرمائيل:
لِّیَذْكُرُوا اسْمَ اللّٰهِ عَلٰى مَا رَزَقَهُمْ مِّنْۢ بَهِیْمَةِ الْاَنْعَامِؕ-فَاِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ فَلَهٗۤ اَسْلِمُوْاؕ (پارہ:17،سورۂ حج:34)
[مفهوم] ترجمۀ کنز الايمان: چې د الله نوم واخلي د هغه په ورکړے شوؤ بے زبانه څاروو باندې نو ستاسو معبود يو معبود دے نو خپله غاړه د هغه په لور كيږدئ.
يعني صرف الله پاک ستاسو رازِق (يعني رِزق درکوونکے) دے، هم الله پاک دا څاروي پيدا کړه، هم الله پاک دا طاقت لرونکي څاروي ستاسو په قابو کښې راويستل او هم الله پاک د دې څاروو د حلالولو او د غوښې په ذريعه د طاقت حاصِلولو تاسو ته اجازت درکړو، ستاسو صرف يو الله دے، ځکه د څاروو حلالولو په وخت د هغه نوم اخلئ! د هغه شکر
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami