Share this link via
Personality Websites!
ګناه مونږه کړې ده او دا بے ګناه څاروي د خپل ژوند په سر زمونږ د ګناهونو کفاره جوړيږي.
په دې کښې د هغه خلقو د پاره عبرت دے څوک چې د قربانئ په وخت تماشه کوي، د څاروو د ساه وتلو ليدو سره، او په چغو اوريدو خوشحاليږي او مَعَاذَ الله! بعضې ناپوهه خو پړقې هم وهي. آه! دا تماشه د ليدو نه ده بلکه په خپلو ګناهونو د شرميدلو او د هغه څاروي د اِحسان منلو وخت دے.
دغه شان دې هغه کَسان هم عبرت واخلي څوک چې څاروي ته ناحقه تکليف ورکوي، خوراک نه ورکوي، په وړوکي ګاډي کښې غټ څاروے ورځائے کوي، ګاډي ته د څاروي خيژولو او کوزولو په وخت احتياط نه کوي، کله په تادئ کښې څاروے د ګاډي نه په ټوپونو وهلو كوزوي چې ورسره د څاروي د ښپو د ماتيدو يا د زخمي کيدو انديښنه وي.
اے عاشقانِ رسول! مونږ له ويره پکار ده، عبرت اخستل پکار دے، دا څاروي خو هغه دي کوم چې د خپل رَبِّ کريم په نوم خپل ځان قربانوي، د خپل ژوند په سر زمونږ د ګناهونو کفاره ادا کوي، مونږ له پکار دي چې د دوئي احسان اومنو او د دوئي ښه عزت اوکړو.
الله پاک دې مونږ ته هدايت نصيب کړي او د الله پاک د مخلوق سره
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami