Share this link via
Personality Websites!
ورځ) د الله پاک په نزد د انسان د ټولو نه خوښ عمل وينه توئيول (يعني قرباني کول) دي، بيشکه د قربانئ څاروے به د قيامت په ورځ د خپلو ښکرو، خپلو ويښتو او خپلو ښپو سره راځي، بيشکه د قربانئ وينه په زمکه وروستو توئيږي، الله ئې وړومبے قبلوي، بس په خوشحالئ سره قرباني کوئ.[1]
د قربانئ په ځائے صرف غوښه صدقه کول کافي نه ده
حکيم الاُمَّت حضرت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديث شريف په شرح کښې فرمائي: دې نه معلومه شوه چې د قربانئ مقصد وينه توئيول دي، که غوښه اوخوړلے شي او که نه، ځکه که چرې يو کَس د قربانئ قيمت ادا کړي يا د دې نه دوه چنده يا درې چنده غوښه خيرات کړي، قرباني به چرې هم اونه شي او ولې به نه وي چې قرباني د خليلُ الله (عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام ) نقل دے او حضرت ابراهيم خليلُ الله عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام وينه توئي کړې وه، غوښه يا پيسې ئې نه وې خيرات کړې او نقل هغه صحيح وي کوم چې د اَصل مطابق وي.
مفتي صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور فرمائي: اعمال خو د کولو نه پس قبليږي خو قرباني د کولو نه مخکښې قبليږي، ځکه قرباني بيکاره ګنړل يا په تنګ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami