Book Name:Shoq e Madina
اسلامي آئي ټي ډيپارټمنټ مختلف موبائل ايپلي کيشنز جاري کړي دي، دې کښې يو ايپلي کيشن حج او عمره دے.
د دې ايپلي کيشن په مدد تاسو د حج او عمرې مختصر طريقه * د حج او عمرې ضرورې مسائل وغيره زده کولے شئ * د دې نه علاوه دې موبائل ايپلي کيشن کښې د حج او عمرې دُعاګانې * د حرمين شريفين د مُقَدَّسو ځايونو معلومات وغيره هم شامل دي * د دې موبائل ايپلي کيشن يو ډير اهم خاصيت دا دے چې دې کښې د تهري ډِي ويډيوز په ذريعه د حج او عمرې عملي طريقه هم ښودلے شوې ده. دا ايپلي کيشن په خپل موبائل کښې انسټال کړئ، د دې نه فائده واخلئ او نورو ته هم د دې ترغيب ورکړئ.
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره كښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د بعضو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِـى فَقَدْ اَحَبَّنِـى وَمَنْ اَحَبَّنِـى كَانَ مَعِـى فِـى الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّت سره محبت اوکړو، هغه زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو،