Book Name:Shoq e Madina
د اهميت اندازه د دې خبرې نه اولګوئ چې زمونږ خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د چا نه چې کيدے شي نو مدينه منوره کښې دې مړ شي، ځکه چې زه به د مدينے منورې د خلقو شفاعت کووم. [1]
د محدثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عشقِ رسول د کمال دے، کله چې د مدينې منورې حاضري اوشوه، نو هغوئي څه ويښته او نوکان مدينه منوره کښې خخ کړه او د رسولِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت کښې ئې عرض اوکړو: يا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مدينه منوره کښې مړه کيدل خو زما په اختيار کښې نه دي، البته د خپل بدن ځينې اجزاء دفن کووم او ځم چې زمونږ د غريبانانو د پاره دا غنيمت دے. [2]
طیبہ میں مر کے ٹھنڈے چلے جاؤ آنکھیں بند سیدھی سڑک یہ شہرِ شفاعت نگر کی ہے([3])
وضاحت: يعني اے د مدينے زيارت كوونكو! دلته کښينئ او په دې دُرشل عمر تير کړئ او مطمئين شئ چې نيغ به جنت ته ځئ ځکه چې دا د جنت لاره ده.
الله پاک دې مونږ ته عشقِ مدينه نصيب کړي، شوقِ مدينه دې نصيب کړي، کاش! مدينه منوره کښې بيا بيا، بيا بيا حاضري وي، آخر