Shoq e Madina

Book Name:Shoq e Madina

مدينه کښې ايمان راټوليدو ته د مار سره تشبيه ورکړې ده، يعني فرمائي چې څنګه مار په خپله سوړه کښې ننوځي، داسې به ايمان مدينې ته لاړ شي، لږ غور اوکړئ! مار د خپلې سوړې نه لږ بهر را اووځي، د خپل ضرورت څيزونه اخلي، خوراک وغيره هغه ته لټول وي، هغه ئې لټوي، بهر په ګرځيدو ګرځيدو په هغه لمر لګي، ګرمي ئې كيږي، دوړه پرې لګي چې د هغې په وجه ئې څرمن زَړيږي، په کال کښې څه حصه هغه داسې تيروي چې هغه پټيږي، بهر نه را اووځي، كله چې د خپل وخت پوره کولو نه پس هغه بهر راووځي نو د هغه وجود بدل شوے وي، زَړه څرمن ئې اووځي، نوې تازه پړق وهونکې څرمن د هغه د پاسه راشي.

دا خبره په حديثِ پاک کښې هم وئيلے شوې ده چې څنګه مار خپلې سوړې ته ځي نو د هغه څرمن تازه او پړقيدونکې شي، هم داسې چې کله بنده په دنيا کښې وي، په نورو ښارونو کښې اوسيږي نو په هغه باندې شيطان هم حمله کوي، نفس پرې ګناه هم کوي، دنيا طرف ته ئې زړه ځي، د کومې په وجه چې ايمان کمزورے کيدل شروع شي، بيا د ايمان تازه کولو ضرورت وي او دا تازه والے څنګه ميلاويږي؟ اوئې فرمائيل: اِنَّ الْاِيمَانَ لَيَاْرِزُ اِلَى الْمَدِينَةِ ايمان مدينې طرف ته راټوليږي. يعني عاشقانِ رسول دنيا کښې اوسيږي په نورو ښارونو کښې، په خپلو خپلو