Book Name:Shoq e Madina
اے عاشقانِ رسول! ډير عظيم سَعادت دے چې بنده ته د مدينے منورې د حاضرئ موقع نصيب شي * د کوم خوږ آقا مدني مصطفٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې مونږه کلمه وايو * د چا مينه چې مو زړه کښې ساتلي ده * د هغه آقا کريم، رَؤوف رحيم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د روضے مبارکې زيارت کولو سعادت نصيب شي * شنې جالئ وي * لاس په نامه * ټيټ سر * په زړه کښې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ياد ساتلو سره * د اوښکو بهيدو سره * په ډيره مينه او شوق خپل آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په پاک دربار کښې سلام وړاندې کوو، يقين اوکړئ! دا سعادت ميلاويدل هم ډير لوئ انعام دے، كوم نيک بخته ته چې په ژوند کښې يو ځل هم دا موقع نصيب شي، يقيناً هغه ډير خوش قسمته دے.
خو قربان شم! د کريم کرم نه اودريږي، څوک چې کرم والا وي د هغوئي د کرم څه حد نه وي. يو خو دا سعادت ډير لوئ دے چې بنده ته هلته د حاضرئ موقع نصيب شي، د سلام عرض کولو سعادت ميلاؤ شي، دې سره سره په سعادت بياموندونکي نور کرم دا هم وي چې د آقا کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په برکت الله پاک د هغه بنده سره يوه فرښته مقرره کړي کومه چې د سرورِ عالم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خدمت کښې د هغه سلام هم وړاندې کوي او د سلام عرض کوونکي د دنيا او آخرت کارونو