Share this link via
Personality Websites!
بَالَکُمْ۔‘‘ (يعني الله پاک دې تاته هدايت اوکړي او ستا حالت دې ښه کړي)۔ * څوک چې په پرنجي راتلو اَلحمدُ لِلّٰہِ عَلٰی کُلِّ حَالٍ۔ اووائي او خپله ژبه په ټولو غاښونو راکاږي نو اِن شاءَ اللہُ الکريم د غاښونو د بيمارئ نه به محفوظ وي۔ * مولائے کائنات علیُّ المُرتَضٰی رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: څوک چې په پرنجي (يعني انتروشي) راتلو اَلحمدُ لِلّٰہِ عَلٰی کُلِّ حَالٍ اووائي نو په هغه به د غاښ او غوږ درد چرې هم نه راځي۔ * پرنجي کوونکي له پکار دي چې په زوره حمد اووائي چې دغه شان څوک ئې واوري او جواب ورکړي۔ * د پرنجي جواب يو ځل واجب دے* که په دويم ځل پرنجے اوکړے شي او هغه اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ اووائي نو بيا جواب واجب نه دے بلکه مستحب دے۔ * جواب به هغه حالت کښې واجب وي کله چې پرنجي کولو والا اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ اووائي او که حمد اونکړي نو جواب نشته۔ * که چرې د خطبې په وخت چا له انتروشے ورشي نو اوريدونکے دې د دې جواب نه ورکوي۔ * که ډير اسلامي ورونړه موجود وي او بعضې حاضرينو جواب ورکړو نو د ټولو له طرفه جواب اوشو خو غوره دا دي چې ټول جواب ورکړي۔ * که چرې د ديوال بل اړخ نه چا انتروشے (پرنجے) اوکړو او هغه اَلْحَمْدُ لِلّٰہ اووئيله نو اوريدونکے دې د دې جواب ورکړي۔ * که چرې لمونځ کښې انتروشے درشي نو خاموشي اختيار کړئ او که اَلْحَمْدُ لِلّٰہ ئې اوئيله نو هم لمونځ کښې څه حرج نشته او که هغه وخت ئې حمد اونکړو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami