Book Name:Ya ALLAH Main Hazir Hun
ورځ خپلو بنده ګانو ته وائي او دا عبرتناکې نعرې وهي دا د زړه په غوږونو واورئ او په خپلو سينو کښې ئې ځائے کړئ چې مونږ ته هره ورځ څنګه عبرتناکې نعرې وهلےکيږي۔ اوئې فرمائيل: الله پاک هره ورځ خپلو بندګانو ته نعرې وهي* څه فرمائي: ابن آدم! ما اصبتنی اے د آدم! اولاده تا زما سره انصاف اونکړو* اذکرک و تنسانی زه تا يادووم* ته ما هيروې* و ادعوک علی فتذهب الی غیری زه تاسو خپل ځان طرفته رابلم تاسو د نورو طرفته ځئ* وا ذہب عنک البلایا و عن تعکف الخطایا زه ستاسو نه بلاګانې لرې کووم او تاسو خطاګانو ته ملا تړلې وي* اے د آدم اولاده! ما اعتذارک غدا اذا جئتنی چې ستاسو دا حال دے چې زه ستاسو نه بلاګانې لرې کووم او تاسو خطاګانې کوئ* زه تاسو يادووم تاسو ما هيروئ* زه تاسو ته نعرې وهم* تاسو د غيرو خلقو طرفته ته ځئ* چې ستاسو دا حال دے سبا چې د قيامت په ورځ تاسو زما بارګاه ته راځئ نو ستاسو سره به څه عذر وي۔ ([1]) دا څومره عبرتناک غږ دے۔ کاش! چې مونږ په دې ځان پوهه کړو او عملي طور د خپل رَبِّ کريم په بارګاه کښې حاضر شو* هره ورځ يو دا چې زمونږ آقا مکي مدني نبي صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ چې کومه دعا ارشاد فرمائيلې ده* د هغې دعا د لوستلو ذهن جوړ کړو* هره ورځ ئې عادت جوړ کړو* کله چې سحر پاڅو نو په شوق سره دا دعا اولولو* د خپل رَبّ په دربار کښې عَرض اوکړو: لَبَّيْكَ اَللّٰهُمَّ لَبَّيْكَ وَسَعْدَيْكَ وَالْخَيْرُ فِي يَدَيْكَ يا الله! زه حاضر يم۔ سعادت ستا له خوا دے* زه ستا نه د سعادت سوال کووم* ټولې بلاګانې ستا په لاس (ستا په قدرت) کښې دي۔ په ژبه دا دعا اولولئ او دې سره سره په دې د