Ya ALLAH Main Hazir Hun

Book Name:Ya ALLAH Main Hazir Hun

اتفاق اوشو چې اور دې بل کړے شي* په دې دې يو لوئي ديګ کيښودے شي او بادشاه دې دغه ديګ ته اوغورځولے شي* داسې به بادشاه اوسوزي او دردناکه مرګ به ئې نصيب شي۔

په دې مشوره عمل اوکړے شو* اور بل کړے شو* د اور د پاسه ديګ کيښودے شو او بادشاه ورته ګزار کړے شو* په مزه مزه ديګ ګرميدو* چې ديګ ګرم شو نو د هغې د ګرمئ نه د بادشاه بدن سوزيدل شروع شو* اوس بادشاه خپل دروغژن خدايان (يعني د چا چې ئې عبادت کولو هغوئي) په نمبر نمبر سره يادول شروع کړه* ظاهره ده چې هغه خدايان دروغژن وو* هغه بادشاه په دهوکه کښې وو د چا مخې ته ئې چې ټول عمر سر ټيټ کړے وو په حقيقت کښې هغه خدايان نه وو* هغوئي به څنګ مدد کولو* بادشاه به يو يو ته چغې وهلې خو څوک هم بچ کولو له رانغله۔ بادشاه په زړه کښې سوچ اوکړو* بادشاه آسمان ته اوکتل او په تيزه ئې دا لوستل شروع کړه: لَااِلٰہَ اِلاَّاللہُ ، لَااِلٰہَ اِلاَّاللہُ * يعني هغه بادشاه په خپل کردار سره او خپل عمل سره دا ظاهرول چې يا الله پاکه! ما ټول ژوند په دهوکه کښې تير کړو* ما شرک کولو* ما دروغژن خدايان ستا سره شريکول* ما به دروغژنو خدايانو ته سجده کوله* خپل سر مې هغوئي ته ټيټ کړو* خو اے کريم رَبَّ! اے په حقيقت کښې کريم رَبَّ! نن ماته پته اولګيده چې هغه ټول دروغژن وو* اے الله پاکه! نن زه تاته سر ټيټووم* تاته حاضريږم* لکه هغه بادشاه په خپل عمل سره داسې وئيل: لَبَّيْكَ اَللّٰھُمَّ لَبَّيْكَ زه حاضر يم*