Book Name:Ya ALLAH Main Hazir Hun
اوکړو او زما د ليدلو په شوق راغلل او حج ئې اوكړو: اے كريمه ربه! زه ستا نه سوال كووم چې د دې حاجيانو په حق كښې زما شفاعت قبول كړه* هغوئي ته د قيامت د ويرې نه امن عطا كړه او هغوئي زما خوا ته جمع كړه. الله پاك به اوفرمائي: اے كعبې! ما د هغوئي په حق كښې ستا شفاعت قبول كړو. بيا به فرښته اعلان اوكړي: چا چې د كعبې زيارت كړے وو* هغه دې د نورو خلقو نه جدا شي. د دې اِعلان په اوريدلو سره به د محشر د خلقو نه هغه ټول خلق چا چې د کعبې شريفې ديدار کړے وي* چا چې د حج يا عمرې ادا كولو سعادت حاصل كړے وي* هغه ټول به جدا شي او د كعبې شريفې خوا ته به جمع شي* د دوئي مخونه به سپين وي او د دوزخ نه به بے ويرې د كعبې شريفې طواف كوي* د دوئي په ژبو به يوه كلمه وي: لَبَّيْك اَللّٰھُمَّ لَبَّيْك (زه حاضر يم، يا الله! زه حاضر يم).
بيا به فرښته اووائي: اے كعبې! ځه...!! اوس خو ستا سوال پوره شو. اوس خو ځه! بيا به كعبه شريفه هم تلبِيَه اولولي (يعني كعبه شريف به هم اووائي: لَبَّيْك اَللّٰھُمَّ لَبَّيْك (زه حاضر يم، يا الله! زه حاضر يم)، بيا به كعبه شريفه په داسې شان سره د محشر ميدان ته راوړے شي چې په دُنيا كښې د كعبے