Book Name:Musalman Ki Izzat Kijiye
* خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پيغلې بے واده جينئ نه هم زيات حياداره وو * په سلام كښې به ئې وړاندې كيدلو * ماشومانو ته به ئې هم سلام كولو * چا به چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته څه عرض اوكړو نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په جواب كښې لَبَّیک (زه حاضر يم) فرمائيلو * د مجلس خلقو طرفته به ئې ښپے مباركې نه غزولے* اكثر به مخ په قبله تشريف فرما كيدلو* د خپل ذات د پاره ئې د چا نه بدله نه اخستله *د بدئ بدله به ئې په بدئ نه اخستله بلكه مُعاف كولو به ئې * د الله په لاره كښې د جهاد نه سِوا ئې څوك په خپلو لاسو مباركو نه دے وهلے، نه يو غلام نه يوه زنانه (يعني بي بي وغيره) وهلې ده * په خبرو كښې به ئې نرمي وه، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: د الله پاك په نِزد د ټولو نه ناكاره هغه دے كوم چې د هغه د بدو خبرو په وجه خلق پريږدي * خوږ آقا
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به چې كله كلام فرمائيلو نو (دومره په قلاره قلاره به ئې خبرے كولې چې) الفاظ شميرلو والا به الفاظ شميرلے شو * په طبيعت كښې ئې نرمي وه او خوشحاله به اوسيدلو * سختې خبرے به ئې نه كولې * په چا به ئې عيب نه لګولو * بُخل به ئې نه كولو * د چا عيب به ئې نه لټولو صرف هغه خبره به ئې كوله كومه چې به (د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په حق كښې) د ثواب سبب وه * د مسافِر يا نا اشنا انسان د سختو خبرو نه