Book Name:Musalman Ki Izzat Kijiye
كښې ستاسو څه رائے ده كه زما په ورور كښې هغه عيب موجود وي كوم چې زه بيانووم. ارشاد ئې اوفرمائيلو: تاسو چې كوم عيب بيانوئ كه هغه پكښې موجود وي نو بيا خو هغه غيبت دے او كه هغه عيب پكښې نه وي نو بيا بُهتان دے.[1] (2) خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: غيبت د زِنا نه زيات سخت څيز دے. خلقو عرض اوكړو: يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! غيبت د زِنا نه زيات سخت څنګه دے؟ ارشاد ئې اوفرمائيلو: سړے زِنا كوي، بيا توبه كوي نو الله پاك د هغه توبه قبلوي او د غيبت كوونكي بخښنه تر هٰغه وخته پورې نه كيږي تر څو پورې چې هغه مُعاف كړے نه وي د چا ئې چې غيبت كړے دے.[2] (3) صاحِبِ معراج، اِمامُ الانبياء صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: كله چې ماته معراج اوكړے شو نو زه داسې خلقو په خوا تيريدم د كومو چې نوكان د پيتلو وو او په هغې سره به ئې خپل مخونه او سينے راشوكولے، ما تپوس اوكړو: اے جبريل عَلَيْهِ السَّلام! دا كوم خلق دي؟ هغوئي عرض اوكړو: دا هغه خلق دي كومو به چې د خلقو غوښے خوړولې او د هغوئي عِزَّتونه به ئې بربادول.[3] (4) خوږ آقا ارشاد فرمائي: چا چې په دُنيا كښې د خپل ورور غوښه اوخوړله، د قيامت په ورځ به هغه له د هغه د ورور غوښه راوړے شي او ورته به اووئيلے شي څنګه به چې تا په دُنيا كښې د خپل مړ ورور غوښه خوړله اوس د ژوندي غوښه اوخوره، هغه به چغے وهي او خُله به ورانه ورانه كوي او خوري به ئې.[4]