Book Name:Musalman Ki Izzat Kijiye
حكيمُ الاُمَّت حضرت مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاك په شرح كښې فرمائي: د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمَّتيان به د قيامت په ورځ د تير شوو انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام ګواه هم وي (يعني دا ګواهي به وركړي) چې هغوئي عَلَيْهِمُ السَّلام خپلو اُمَّتيانو ته تبليغ كړے وو او د ګنهګارانو شفاعت كوونكي به هم وي خو چې كوم مسلمان د لعنت كولو او پيغور وركولو عادت لري، هغه به د دې دواړو نِعمتونو نه محرومه وي. ځکه په دُنيا كښې د لعن طعن عادت لرونكي مه جوړيږئ.[1]
(2) د حضرت عبدُ الله بِن مسعُود رَضِیَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دے چې رسُولُ الله فرمائي: مُومِن نه پيغور وركوونكے وي، نه لعنت كوونكے وي، نه فُحش (يعني د بے حيائې) خبرے كوونكے وي. [2]
د فُحش خبرې معنٰى دا ده: التَّعْبِيرُ عَنِ الْأُمُورِ الْمُسْتَقْبَحَةِ بِالْعِبَارَاتِ الصَّرِيحَةِ يعني د شرمناكو اُمورو (مثلاً ګنده او ناكاره خبرو) په ښكاره الفاظو كښې ذِكر كول.[3]
د دې حديثِ پاك په شرح كښې مفتـى صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: دا