Talib e Ilm e Deen Par Karam Ho Gaya

Book Name:Talib e Ilm e Deen Par Karam Ho Gaya

(2) څوك چې د خپلو والدينو يا د يو قبر له د هرې جُمُعے په ورځ ځي، د هغه به بخښنه اوشي او نيكو كار به اوليكلے شي.[1] 

    اے عاشِقانِ رسول! * د مسلمانانو د قبرونو زيارت كول سُنَّت دي او د

اوليائے كرامو، شهيدانو قبرونو ته حاضريدل سعادت دے او هغوئي ته اِيصالِ ثواب خوښ عمل او د ثواب كار دے * مزار يا قبر له د تللو په وخت لاره كښې په فضول خبرو كښې مه مشغوله كيږى * قبر ته سجدۀ تعظيمي كول حرام دي او كه د عبادت په نِيَّت وي نو كفر دے  * په مقبره كښې په هغه عامه لارې ځئ چرته به چې په تير وخت كښې كله هم د مسلمانانو قبرونه نه وو، كومه لاره چې نوي جوړه شوي وي په هغې مه ځئ. په فتاوٰى شامي كښې دي: (په مقبره كښې قبرونه ورانولو سره) كومه لاره نوي ويستے شوي وي په هغې تلل حرام دي * كه چرته د نوې لارې ګمان هم وي بيا پرې هم تلل ناجائزه او ګناه ده * د ډيرو اوليائے كرامو په روضو ليدل شوي دي چې د روضے زيارت كوونكو د سهولت د پاره د مسلمانانو قبرونه وران كړے شوي دي او د پاسه پرې فرش جوړ كړے شوے دے، په داسې فرش څملاستل، تلل، اودريدل، د تلاوت او ذِكر و اذكار د پاره كښيناستل وغيره حرام دي، چرته چې داسې صورتِ حال وي


 

 



[1]...شُعَبُ الایمان، جلد:6، صفحہ:201، حدیث:7901۔