Talib e Ilm e Deen Par Karam Ho Gaya

Book Name:Talib e Ilm e Deen Par Karam Ho Gaya

فرښته د وړومبئ فرښتې په وزرو د پاسه په خپلو وزرو سورے كوي، داسې كولو كولو اسمانه پورې فرښتې د يو بل په وزرو باندې خپلې وزرې خوروي.

     د طالِبِ علمِ دِين فضيلت بيانولو نه پس سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: څه زده كولو له راغلے ئې؟ حضرت صفوان رَضِیَ اللهُ عَنْهُ عرض اوكړو: يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زه د مكې مكرمې نه مسلسل سفر كولو سره ستاسو په خدمت كښې په موزو باندې د مسح كولو په باره كښې د مسئلے تپوس كولو له حاضر شوے يم.[1]

      سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اوګورئ! د علمِ دين سره ئې څنګه محبت دے! صرف د يوے مسئلے د پاره ئې د دومره لرې علاقے نه سفر اوكړو او حاضر شو. او زمونږ د خوږ نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوشحالئ انداز هم اوګورئ!  خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په څومره ښكلي د محبت نه ډك انداز كښې د طالِبِ علمِ دين استقبال اوفرمائيلو او هغه ته ئې د علمِ دين د طلب فضائل بيان كړه.


 

 



[1]...جامع بیان العلم وفضلہ، جلد:1، صفحہ:164، حدیث:162۔