Book Name:Talib e Ilm e Deen Par Karam Ho Gaya
اوكړه چې ما ته د هغوئي د دې حالت علم اونه شو، سبا له به زه پخپله د هغوئي په خدمت كښې حاضر شم مُعافـي به ترې اوغواړم.
هغه ځلمي اووئيل: د ښار د حاكم چې دا خبرے ما واوريدلے نو زه حيرانه شوم، تپوس مې ترې اوكړو: جناب! آخر د دې مهربانئ سبب څه دے؟ حاكم اووئيل: د شپې زه په بستره ملاست ووم، سترګې مې لا بندې نه وې چې خوب مې اوليدلو: يو په اس سور كس دے، د هغه په لاس كښې نيزه ده، هغه د نيزے سر زما په غيږه كښې كيښودو او اوئې وئيل: فورًا پاڅه، د حَسَن بِن سُفيان او د هغه د ملګرو مدد اوكړه! هغوئي د علمِ دين د لارې مُسافِر دي، د درے ورځو او درے شپو نه اوږي دي، ستا د ښار په فلاني جمات كښې اوسي. حاكم وائي: ما د هغه اس سور نه تپوس اوكړو: تاسو څوك ئې؟ اوئې وئيل: زه فرښته يمه او تا ته د دِين طالب علمانو د دې حالت خبردارئ له راغلي يمه، ناوخته كول مه كوه! زر د هغوئي د خدمت انتِظام اوكړه! د دومره وئيلو نه پس هغه اس سور زما د سترګو نه غائب شو.[1]
سُبْـحٰـنَ الـلّٰـه! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوليدل! د علمِ دين د طالبانو د پاره د غيب نه څنګه انتِظامات كيږي. لِهٰذا د غُربت او مال و