Talib e Ilm e Deen Par Karam Ho Gaya

Book Name:Talib e Ilm e Deen Par Karam Ho Gaya

     مونږ ټول ملګري په يو جمات كښې اوسيدلو، پردئ علاقه وه، غريبي وه، تنګدستي وه، څوك زمونږ د تكليفونو او مشقتونو نه خبر نه وو، مونږه هم چا ته خپل مشقتونه نه وو بيان كړي. يو ځل داسې اوشو چې زمونږ سره څومره روپـئ وې، ټولې ختمې شوے، لوږه شروع شوه، تردې پورې چې مونږه درې ورځې او درې شپې لوږه تيره كړه، د لوږې په وجه كمزوري زياته شوه، ګرځيدل هم ګران شو.

      حضرت حَسَن بِن سُفيان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دې لوږې په حالت كښې څلورمه ورځ هم راغله، بيا خو كمزوري آخري حد ته رسيدلي وه، زه د جمات يو ګوَټ ته لاړم او لمُونځ مې شروع كړو، د لمَانځه نه پس مې دُعا اوغوښتله، لا د دُعا نه فارغه شوے نه ووم چې يو ځلمے جمات ته را داخل شو، هغه تپوس اوكړو: حَسَن بِن سُفيان څوك دے؟ ما ورته اووئيل: زه يم. ځلمي اووئيل: زمونږ د ښار حاكم طُولون ستاسو د پاره خوراك راليږلے دے.

      ما ترې په حيرانتيا تپوس اوكړو: حاكم ته زمونږ په باره كښې څنګه خبر اوشو؟ هغه ځلمي اووئيل: زه نوكر يم، نن سحر حاكم زه را اوبللم او اوئې وئيل: د فلانئ محلے فلاني جمات ته لاړ شه، هلته د دِين طالِبِ علمان دي، هغوئي د درے ورځو او درے شپو نه اوږي دي، هغوئي له خوراك هم اُورَسَوَه او څه مال هم وركړه! او آؤ! زما له طرفه ورته معذرت