Book Name:Talib e Ilm e Deen Par Karam Ho Gaya
زده كول) د نوكرئ د پاره جائز دي * په دې كښې به داسې نه مشغوله كيږي چې د دين ضروري علم هم زده نكړي، ګنې هغه دُنياوي علوم كوم چې د فرض علوم حاصلولو نه انسان منع كړي، حرام دي * د د ې سره دا هم ضروري دي چې په خپل دِين او اخلاقو ئې اثر هم پرې نوځي* په اسلامي عقائدو او خيالاتو باندې مضبوط ولاړ وي او مسلماني وضع باندې قائم اوسي، دا ټول شرائط اوموندلے شي نو د جائز رزق حاصلولو د پاره جائز دُنياوي علم زده كولو كښې حرج نشته.[1]
يو بل ځائ فرمائي: هر انسان چې په كوم حالت دے، د هغې مُتَعَلِّق د شرعي احكاماتو نه خبر وي، دا فرضِ عين دے، ترڅو پورې دا علم حاصل كړے نه وي جغرافيه، تاريخ [سائنس، رياضي] وغيره (دُنياوي علوم) زده كولو كښې وخت ضائع كول جائز نه دي.[2]
لِهٰذا څوك چې دُنياوي علوم زده كوي، په هغوئي باندې لازم دي چې اوَّل ضروري ديني علوم زده كړي، صرف هغه علوم دې اولولي كوم چې د قرآن و حديث او د اسلامي تعليماتو مخالِف نه وي، په كومو علومو كښې چې د دِين مُخالِف خبرے وي، هغه علوم هيڅ كله مه لولئ او د دې سره