Book Name:Shan e Ameer Hamza
اوفرمائيل: احمد! تاسو مصر ته لاړ شئ! عرض ئې اوكړو: حُضُور! څنګه لاړ شم؟ زما سره خو كرايه نشته او اوښان مې هم مړه شوي دي. هغه بُزُرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شيخ احمد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ځان سره كړو او د مصري حاجيانو يوې خيمے ته لاړلو او يو كس ته ئې د اوښانو كرايه وركړه او ورته ئې اوفرمائيل: تاسو شيخ احمد او د هغوئي مور محترمه مصر ته اُورَسَوئ. هغه مصري حاجي هم د هغه بُزُرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير عِزَّت اوكړو، بيا شيخ احمد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زر خپل سامان تيار كړو، مور محترمه ئې د ځان سره كړه او د مصري حاجيانو خيمے ته راغلو، تر هٰغه وخته پورې هغه نيك بُزُرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هلته تشريف فرما وو، د لمَانځه وخت وو، شيخ احمد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه بُزُرګ سره مَسجِدِ نَبَوي شريف ته حاضِر شو، بُزُرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: احمد! تاسو لاړ شئ لمُونځ ادا كړئ! شيخ احمد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه جمات ته ننوتلو، لمُونځ ئې ادا كړو، په دې اِنتِظار كښې وو چې بُزُرګ به راشي خو هغوئي تشريف رانَوړو. شيخ احمد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما هغوئي ډىر زيات اولټولو خو چرته ميلاؤ نه شو. په آخر كښې زه د شيخ صَفِـىُّ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضر شوم او ټوله واقعه مې ورته عرض كړه، شيخ صَفِـىُّ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه بُزُرګ حُليه شريف په باره كښې تپوس اوكړو نو ما ورته د هغوئي حليه بيان كړه، شيخ