Shan e Ameer Hamza

Book Name:Shan e Ameer Hamza

ورونړو هفته وارې اجتماع له د تللو تياري شروع كړه. يو اسلامي ورور ما ته هم په هفته واره اجتماع كښې د شريك كيدلو ترغيب راكړو، د هغوئي انداز داسې ښكلے وو چې زه فوراً هفته وارې اجتماع كښې شرکت کولو د پاره تيار شوم، بيا ډير زر اسلامي ورونړو سره عالَمي مَدَني مركز فيضانِ مدينه ته اورسيدم، هلته مې بيان واوريدلو، په ذِكرُ الله كښې شريک شوم، بيا ژړوونكي دُعا اوشوه. اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د دعوتِ اسلامي هفته وارې اجتماع او د عاشقانِ رسول د صُحبت را باندې داسې اثر اوشو چې د دُعا په دوران كښې مې په ژړا ژړا د خپلو ګناهونو نه توبه اوكړه او راروان ژوند مې په نيكو كښې د تيرولو پوخ نِيَّت اوكړو، د اجتماع کښې شريکيدلو نه پس مې د لمُونځونو پابندي شروع كړه او د نيكو نه ډك ژوند تيرولو كښې مصروفه شوم.

اسی  ماحول  نے ادنٰى کو اعلیٰ  کر دیا دیکھو!              اندھیرا  ہی  اندھیرا  تھا  اُجالا  کر دیا دیکھو!

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو سعادت حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِی فَقَدْ اَحَبَّنِی وَمَنْ اَحَبَّنِی كَانَ مَعِیَ فِی الْجَنَّةِ ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره