Shan e Ameer Hamza

Book Name:Shan e Ameer Hamza

      دغه شان د بعضو رواياتو مطابق د علمِ دِين په لاره كښې [طالبِ علم] مړ شي، هغه هم شهيد دے، مُؤَذِّن چې د ثواب د پاره اذان كوي، دا به هم د شهادت مرتبه مومې، د فساد په وخت كښې په سُنَّت باندې عمل كولو والا خو ډير زيات خوش قسمته دے چې هغه ته به د سلو شهيدانو ثواب وركړے كيږي. علماء فرمائي: څوك چې هره ورځ 25 ځله دا لولي:

اَللّٰھُمَّ بِارِکْ لِیْ فِی الْمَوْتِ وَفِیْمَا بَعْدَ الْمَوْتِ

چې كله وفات شي نو الله پاك به هغه ته د شهادت مرتبه وركړي. دغه شان څوك په يوے بيمارئ كښې اخته شي، هغه 40 ځله دا لولي:

لَا اِلٰہَ اِلَّا اَنْتَ سُبْحَانَکَ اِنِّیْ کُـنْتُ مِنَ الظَّالِمِیْنَ

      كه په دې مرض كښې مړ شو نو د شهادت مرتبه به اومومي او كه صحت مند شو او په دې مرض كښې وفات نه شو نو د هغه بخښنه به اوشي.[1]

       اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ په بارګاهِ اِلٰهي كښې په مدينے مُنَوَّرې كښې د مرګ د آرزو داسې اظهار كوي:

دیدے مرنے کی مدینے میں سعادت دیدے         کس طرح سندھ کے جنگل میں مروں گا یارَبّ!

مجھ  گنہگار  پہ  گر   خاص   کرم   ہو   جائے              جام  طیبہ  میں  شہادت  کا  پیوں  گا  یا  رَبّ!

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]...بہار شریعت ، جلد:1، صفحہ:857تا860، حصہ:4۔