Shan e Ameer Hamza

Book Name:Shan e Ameer Hamza

خپلوانو سره صلۀ رحمي اوكړي.[1] (2) طبراني په اوسط كښې د حضرت جابِر رَضِیَ اللهُ عَنْهُ نه روايت كړے دے چې حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل كور مبارك نه بهر ته تشريف راوړو، مونږه خلق يو ځائ ناست وو، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې مونږه اوليدلو نو اوئې فرمائيل: اے مسلمانانو! د الله نه اُويريږئ او صلۀ رحمي اوكړئ ځكه چې د صلۀ رحمئ ثواب ډير زر ميلاويږي.[2] (3) د بزار او حاكم په روايت كښې دي: كوم كس چې دا تَمَنَّا لري چې د هغه عمر دې ډير وي، په رزق كښې فراخي وي او د بد مرګ نه بچ شي، هغه دې د الله پاك نه اُويريږي او صلۀ رحمي دې اوكړي.[3]

       اے عاشِقانِ رسول! حضرت سَيِّدُنا فقيه ابُو اللَّيث سَمَرقندي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د صلۀ رحمئ 10 فائدے دي: (1) د الله پاك رِضا حاصليږي (2) د خلقو د خوشحالئ سبب دے (3) فرښتې خوشحالىږي (4) په مسلمانانو كښې د هغه كس تعريف كيږي (5) شيطان ته د هغه نه خفګان رسي (6) عمر زياتيږي (7) په رزق كښې بركت كيږي (8) وفات شوي پلاران نيكو نه خوشحالىږي (9) په خپل مينځ كښې محبت زياتيږي او (10) د وفات نه


 

 



[1]... التر غیب ،والترہیب ،کتاب البر والصلاۃ ،باب بر الوالدین ،صفحہ:801،حدیث:16۔

[2]... معجم الاوسط ،جلد:4، صفحہ:187، حدیث:5664۔

[3]...مستدرک ، کتاب البر والصلۃ ، باب احادیث صلۃ الرحم،جلد:5، صفحہ:222، حدیث:7362۔