Shan e Ameer Hamza

Book Name:Shan e Ameer Hamza

اورسيدلو او هغه ئې اووهلو. ابُوجھل خپله صفائي بيانولو سره اووئيل: اے حمزه! آيا ته نه وينې چې محمد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) څنګه دِين راوړے دے؟  هغوئي زمونږه بُتانو ته ردې بدې وائي او زمونږه پلارانو نيكونو ته بد عقله وائي. حضرت اَميرِ حمزه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ هٰغه وخت لا اِيمان نه وو راوړے خو هغه وخت د هغوئي په دماغو او زړه كښې د خپل وراره (يعني د حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) محبت غالِب وو. هغوئي د ابوجهل خبره واوريده او اوئې فرمائيل: ته واقعي بدعقله ئې چې په خپلو لاسو جوړ كړے كانړے خدائ منے. زه ګواهي وركووم چې د الله پاك نه سِوا څوك د عبادت لائق نشته او محمد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاك رښتينې رسول دے.[1]

     دغه وخت د حضرت اَميرِ حمزه رَضِیَ اللهُ عَنْهُ په زړه كښې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم محبت غالب وو، هغوئي كَلِمۀ شهادت اولوستله، فرمائي: بيا وروسته زه پريشانه شوم، ما ټوله شپه په سوچ او فِكر كښې تيره كړه، په سبا له د سحر په وخت زه حرمِ كعبه ته حاضر شوم او په ژړا ژړا مې د الله پاك په بارګاه كښې دُعا اوكړه چې يا الله پاكه! زما سينه د حق د پاره بيرته كړې او زما نه شك لرې كړې، ما لا دُعا پوره كړي نه وه چې زما د زړه نه شك ختم شو او يقين مې پوخ شو.


 

 



[1]...تفسیر کبیر، پارہ:8،سورۂ انعام، تحت الآیۃ:122، جلد:5، صفحہ:134۔