Book Name:Ala Hazrat Aik Peer-e-Kamil
رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مريد يم. په دې كال ما ته د خواجه غريبِ نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په عُرسِ پاك كښې د حاضرئ سعادت نصيب شو. هلته ما يو سړے اوليدلو كوم چې په ظاهِره يو بُزُرګ ښكاريدو، ما د هغوئي ادب كولو سره د هغوئي ښپے ښكل كړې.
هلته موجودو څه خلقو ما ته اووئيل: تاسو د دوئي مريد شئ! ما اووئيل: زه خو د مخكښې نه د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مريد يم. په دې باندې خلقو اووئيل: هلته تاسو په شريعت كښې بيعت ئې، دلته په طريقت كښې بيعت شئ. د خلقو په دې خبرو اوريدو سره زه د هغه صاحب مُريد شوم. د مُريد كيدو نه پس زه خپل د قيام ځائ ته راغلم، لږ ساعت د آرام د پاره څملاستم اوده شوم. څه ګورم چې په خوب كښې اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه راغلو، مخ مبارك ئې د جلال نه ډك وو، اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: راكړه، زمونږه شجره بيرته راكړه. د دومره فرمائيلو نه پس زه بيداره شوم. د هٰغه ورځې نه پس زما طبيعت په څه كار كښې نه لګي. سكول كښې مې سبق وئيلو، هغه مې هم پريښودو، هر وخت مې زړه غواړي چې ښه ډير اوژاړم.
سَيِّد اَيُّوب علـي صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د ځلمي خبرې چې مونږه واوريدې نو هغه ته مو تَسَلِّـي وركړه او ورته مو اووئيل: ويريږه مه، ماسپښين