Ala Hazrat Aik Peer-e-Kamil

Book Name:Ala Hazrat Aik Peer-e-Kamil

سره په جمات كښې د جمعې سره لمُونځ ادا كول) هم واجب دے، بيلمانځه انسان ګويا د سړي تصوير دے. چې په ظاهره صورت د انسان خو د انسان څه كار نه كوي، بيلمانځه صرف هغه نه دے چې كله هم لمُونځ نه كوي، بلكه كوم چې د يو وخت لمُونځ قصدًا پريږ دي، هغه هم بيلمانځه دے.

(3) قضا لمُونځونه ادا كړئ!

      څومره لمُونځونه درنه قضا شوي وي، د ټولو داسې حساب اولګوئ چې په اندازه لګولو كښې باقي پاتي نه شي، زيات شي نو څه مسئله نشته، او هغه ټول (قضا لمُونځونه) د طاقت مطابق مستقل زر ادا كړئ، سُستي او ناراستي مه كوئ چې د مرګ وخت معلوم نه دے.

(4) قضا روژې اونيسئ!

     پيرِ كامِل اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپلو مُريدانو ته نصيحت كولو سره نور فرمائي: څومره روژې درنه قضا شوي وي د بل رَمَضَانُ المُبارَك راتلو نه مخكښې مخكښې پوره كړئ [يعني د هغې قضا راوړئ]. په حديثِ پاك كښې دي: تر څو پورې چې د تير شوي رَمَضَانُ المُبارَك د روژو قضا نه وي راوړے شوي نو  را روانې  [روژې] نه قبليږي.[1]


 

 



[1]...مسند احمد، مسند ابو ہریرہ، جلد:3، صفحہ:266، حدیث:8629۔