Ala Hazrat Aik Peer-e-Kamil

Book Name:Ala Hazrat Aik Peer-e-Kamil

په دوئي پسے شاته ځه! ټول به په تا پسے درځي

      يو ځل اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مهائم شريف (هند) يو مجذوب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره د ملاقات د پاره تشريف يوړلو، حضرت عبدُالسَّلام جبل پوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم ورسره وو. مفتـي بُرهانُ الحق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: كله چې مونږه د هغوئي خوا ته اُورسيدلو نو مجذوب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عمامه په سر كړي وه او په تخت ناست وو، دلائلُ الخيرات شريف ئې لوستلو.

      هغوئي د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ښه ميلمستيا اوكړه، چې كله بيرته راتلو نو ما د هغه مجذوب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ښپے مباركې اونيولې او عرض مې اوكړو: زما د پاره دُعائے خير اوكړئ! هغه مجذوب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زما په ملا لاس كيښودو او اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه طرف ته ئې اشاره كولو سره اوفرمائيل: په دوئي پسے شاته ځه! ټول به په تا پسے شاته درځي.[1]

        اَلـلّٰـهُ اَكْـبَـرْ! اے عاشِقانِ رسول! غور اوكړئ! د وخت غټ غټ مشائخ، لوئ لوئ پيران، اولياءُ الله، د الله نيك بندګانو به زمونږ د آقا اعلٰـى حضرت، اِمامِ اهلِسُنَّت مولانا شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څومره عِزَّت كولو، د دې ټولو ګويا يو مؤقف وو، هغه دا چې په نن دور كښې څوك د


 

 



[1]...فیضان اعلیٰ حضرت ، صفحہ:340۔