Book Name:Ala Hazrat Aik Peer-e-Kamil
اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه قُطبُ الْاِرشَاد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اعلٰـى حضرت، اِمامِ اهلِسُنَّت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د پيرانِ پير، پير دستګير حُضُورِ غوثِ پاك، شيخ عبدُالقادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نائب دے او د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو لقب قُطبُ الْاِرشَاد دے. قُطب د ولايت يوه درجه ده، هغه ولـئ كامِل كوم چې د طريقت ټولو مقاماتو جامِع وي هغې ته قُطب وائي. قطب د خپلې زمانے په ټولو اولياؤ كښې جدا شان والا وي، دوئي ته غوث هم وائي او دوئي د خپلے زمانے د اولياؤ سردار وي، د اِرشاد معنٰى ده: د نيكئ دعوت وركول، د بدئ نه منع كول، د خلقو د عقائدو اِصلاح كول، په مُعاشره كښې موجودې بدئ ټيك كول، دا ټول د اِرشاد په ضِمْن كښې راځي. اوس به د قُطبُ الْاِرشَاد معنٰى دا شي: د خپلے زمانے د ټولو نه لوئ مُصلِح اُمَّت (يعني د اُمَّت اِصلاح كولو والا)، د خپل زمانے د اولياؤ سردار.[1]
معلومه شوه زمونږ آقا، اعلٰـى حضرت، اِمامِ اهلِسُنَّت مولانا شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه قُطبُ الْاِرشَاد دے يعني د نيكئ دعوت عام كوونكے، د مُعاشرے اِصلاح كولو والا، بدئ ټيك كولو والا، خپلو مُريدان اوچتو درجو ته رَسَوَلو والا او د خپلے زمانے د ټولو اولياؤ سردار دے.