Book Name:Ala Hazrat Aik Peer-e-Kamil
څه كيږي، زه به د دې بُزرګ زيارت خامخا كووم. بيا انجينئر صاحب غر طرف ته روان شو، كله چې هغوئي غر ته ختل شروع كړه نو واقعي كانړي راوليدل شروع شو. انجينئر صاحب هم د ارادے نه پوخ وو، هغوئي د كانړو څه پرواه اونكړه او نظر ښكته ساتلو سره غر ته ختلو، د انجينئر صاحب بيان دے: څنګه چې زه مخكښې تلم، د كانړو راوليدل زياتيدل، داسې هم اوشو چې څه كانړي زما د خوا نه نزدې اووتل خو ما هِمَّت اونه بيللو او غر ته اوختم. آخر كار كله چې زه د غر سر ته اورسيدم نو اومې ليدل چې يو نيك بُزُرګ سر ښكته كړے ناست دے، زه د هغوئي خوا ته نِزدې خاموشه اودريدم، ډير ساعت پس هغوئي سر اوچت كړو او ما طرف ته ئې اوكتل، ما سلام عرض كړو، هغوئي د سلام جواب راكولو ورسره اوفرمائيل:
بابا! زما خوا ته ولے راغلے ئې؟ ستا حِصَّه خو د احمد رضا سره په بريلي كښې ده.
انجينئر صاحب چې دا واوريدل نو فورًا ئې سلام اوكړو او بيرته راغلو، او په بريلي كښې د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضر شو او د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مريد شو.[1]