Book Name:Ala Hazrat Aik Peer-e-Kamil
نصيب شو، مياں صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما د حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه تپوس اوكړو: حُضُور! په دې وخت كښې په دُنيا كښې ستاسو نائب څوك دے؟ سركارِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: په بريلي كښې مولانا احمد رضا خان دے.[1]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د غوثِ پاك نائب دے، دا خبره څه پټه پناه نه ده بلكه د هغه وخت مشائخِ عظام او پيرانِ طريقت ټولو پيژندل چې اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د غوثِ پاك نائب دے، ځكه خو هغوئي به خلقو ته د بريلي لاره ښودله يعني د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مريد كيدلو ترغيب به ئې وركولو.
سَيِّد اَيُّوب علـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په محله ګړهي كښې يو كس اوسيدلو، خلقو به هغه ته انجينئر صاحب وئيلو. يو ځل هغه د ښار نه بهَر په سفر لاړو، هلته خلقو وئيل چې د غر په سر يو نيك بُزُرګ اوسيږي خو هغوئي څوك د خپل ځان خوا ته نه را پريږ دي، كه څوك غر ته د ختلو كوشش كوي نو د بره نه پرې كانړي راوليږى، داسې غر ته ختونكي بيرته راځي. انجينئر صاحب چې دا واوريدل نو پخه اراده ئې اوكړه چې هر