Book Name:Ala Hazrat Aik Peer-e-Kamil
اعلٰـى حضرت، اِمامِ اهلِسُنَّت مولانا شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د بيعت د پاره ضروري دي چې په پير كښې څلور شرطونه جمع وي: (1) صَحِيْحُ الْعَقِيْدَه سُنِّـي وي (2) دومره علم لري چې د خپل ضرورت مسائل د كتابونو نه را ويستے شي (3) فاسِقِ مُعِلن (يعني اِعلانيه ګناه كولو والا) نه وي [مطلب دا چې په شرع برابر وي ګيره نه كټ كوي او د شريعت خلاف نه كوي] (4) د هغه سلسلۀ بيعت د نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پورې مُتَّصِل (يعني پيوست) وي. چرته چې په دې څلورو شرطونو كښې يو شرط كم وي، بيعت جائز نه دے. [1]
اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل پيرِ كامِل په نظر كښې
د 1294 هجرئ واقعه ده، هغه وخت د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عمر مبارك 22 كاله وو، يوه ورځ اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لږ سوچ اوكړو او په ژړا شو او په ژړا ژړا كښې اوده شو، په خوب كښې ورته خپل نيكه [يعني د پلار پلار] حضرت مولانا مفتـى رِضا علـي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تشريف راوړو او يو صندوقچے ئې ورته وركړو اوئې فرمائيل: عنقريب هغه كس راتلونكے دے كوم چې به تا ته ستا د زړه د درد دوا دركړي.