Book Name:Ala Hazrat Aik Peer-e-Kamil
دويم نمبر دا ياد ساتئ! چې څوك څومره رسيدلے ولے نه وي، هغه دې هم د پيرِ كامِل لټون اوكړي، پير دې جوړ كړې، رښتينے نِسبَت دې حاصل كړي ځكه چې د رښتيني نِسبَت نه بغير د معرفَت درجات حاصلول ډىر ګران بلكه ناممكن دي. اوګورئ! الله پاك په قرآنِ كريم كښې د پرهيزګارانو خلقو وسيله اختيارولو حكم فرمائيلے دے، ارشاد دے:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَ ابْتَغُوْۤا اِلَیْهِ الْوَسِیْلَةَ (پارہ:6،سورۂ مائدہ:35)
[مفهوم] ترجمۂ کَنْز الايمان: اے ايمان والؤ د الله نه اُويريږئ او هغه طرف ته وسيله اولټوئ.
حكيمُ الاُمَّت حضرت مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په دې آيت كښې د تقوٰى نه پس د وسيلے لټولو حكم وركړے شوے دے او دا بيان شوي دي چې يو مُتَّقـي د تقوٰى يوے درجے ته د رسيدلو سره د وسيلے نه بےنيازه كيدے نه شي، لِهٰذا يو مُتَّقـي مسلمان دې دا نه ګنړي چې زه مُتَّقـي جوړ شوم اوس ماله الله پاك ته د رسيدلو د پاره د څه وسيلے ضرورت نشته، څنګه چې هر مُومِن د اعمال و تقوٰى حاجت مند دے داسې هر مُتَّقـي د وسيلے محتاجه دے.[1]
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد