Book Name:Ala Hazrat Aik Peer-e-Kamil
لَقَدْ رَضِیَ اللّٰهُ عَنِ الْمُؤْمِنِیْنَ اِذْ یُبَایِعُوْنَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ (پارہ:26،سورۂ فتح:18)
[مفهوم] ترجمۂ کَنْز الايمان: بيشكه الله راضي شو د اِيمان والؤ نه، كله چې هغوئي د ونے لاندې ستاسو بيعت كولو.
چې د چا پير نه وي، د هغه پير شيطان دے
فتاوٰى رضويه، جلد26، صفحه 575 كښې دي (چې د هغې خُلاصه څه داسې ده): يو حديث روايت كيږي: مَنْ لَاشَیْخَ لَہٗ فَشَیْخُہُ الشَّیْطٰن چې د چا پير نه وي، د هغه پير شيطان دے.
د دې روايت مصداق هغه خلق دي كوم چې مشائخِ كرام نه مني.[1]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! بعضې خلقو ته وسوسه راځي چې ما ته د پير جوړولو ضرورت نشته، زه لمُونځونه كووم، روژې نيسم، نفلـي عبادتونه هم كووم، باطـني ګناهونو نه هم بچ كيږم وغيره وغيره، دغه شان سوچ كولو سره خلق د پير جوړولو نه محرومه اوسي.
د داسې خلقو په خدمت كښې عرض دے چې اوَّل خو د خپل ځان ښه ګنړلو سوچ ښه نه دے، په دې كښې د خپل ځان ښه خوښولو بوئ دے، په