Zoq e Ramzan Barqarar Rakhy

Book Name:Zoq e Ramzan Barqarar Rakhy

الله پاك په كرم او فضل سره يوه ورځ راغله * رُوح خوشحالوونكے يو غږ غوږونو واوريدو: مبارك شئ....!! د رَمَضَانُ المُبارَك مياشت ښكاره شوه  *د دې اعلان په اوريدلو زړه خوشحاله شو * جماتونو كښې سپرلي راغله * د تلاوت شوقين د قرآنِ كريم په تلاوت كښې مشغول شو * د روژه ماتي او پيشمني خوشحالئ شروع شوې * داسې د رحمت عشره د خپلو بركتونو تقسيمولو سره تيره شوه * بيا د مغفرت عشره شروع شوه * خوش نصيبه خلقو ته د خپل رحمان او رحيم ربّ د بارګاه نه د بخښنې خيرات نصيب شو * د رَمَضَانُ المُبارَك قدردانو خلقو د مغفرت عشرې بركتونه حاصل كړل * بيا ډيره زر د مغفرت عشره هم رُخصَت شوه * د دې سره د دوزخ نه د آزادئ عشره راغله * اِعتِكاف كوونكي په ګنړ شمير سره جماتونو كښې مُعتكِف (يعني اعتکاف ته کيناستل) شو * د اعتِكاف كوونكو ښكلا جوړه شوه * آه! اوس د رَمَضَانُ المُبارَك دا آخرئ عشره هم ختميدو طرف ته روانه ده، آه! صد آه! نِزدې ده چې يو څو ورځې پس رَمَضَانُ المُبارَك زمونږ نه رُخصَت شي.

د جُمُعَةُ الوَداع په بيان كښې ترې روح لاړو

     يو بُزُرګ فرمائي: زه په رَمَضَانُ المُبارَك كښې د جُمُعَةُ الوَداع  په ورځ د حضرت منصور بِن عَمَّار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په محفل كښې حاضر شوم، هغوئي چې