Book Name:Zoq e Ramzan Barqarar Rakhy
عالمان فرمائي: غوره دا ده چې دا روژې مُتَفَرِق (بيلې بيلې بدلو ورځو کښې) اونيولے شي او که د اختر نه پس پرله پسې شپږو ورځو کښې يو ځائے اونيولے شي، بيا هم څه باک نشته۔[1]
خليلِ مِلَّت حضرت علامه مولانا مفتـي محمد خليل خان قادري بركاتي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: دا روژې که د اختر نه پس پرله پسې يو ځائ اونيولے شي، بيا هم څه باك نشته او بهتره دا ده چې جدا جدا اونيولے شي يعني (لكه) په هره هفته كښې دوه روژې او د وړوكي اختر په دويمه ورځ يوه روژه اونيولے شي او كه په پوره مياشت كښې اونيولے شي نو بيا هم مناسب معلوميږي. [2] غرض دا چې د وړوكي اختر ورځ نه پس په ټوله مياشت كښې چې كله هم غواړئ شپږ روژې نيولے شئ.[3]
په قرآن باندې د ځان پوهه كولو كوشش جاري اوساتئ!
په دويمه سيپاره، سورۀ بـقره، آيت: 185 كښې ارشاد دے:
شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِیْۤ اُنْزِلَ فِیْهِ الْقُرْاٰنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَ بَیِّنٰتٍ مِّنَ الْهُدٰى وَ الْفُرْقَانِۚ- (پارہ:2،سورۂ بقرہ:185)
[مفهوم] ترجمۀ کَنْز الايمان: د رَمَضان مياشت چې په دې كښې قرآن نازل شو د خلقو د پاره هدايت او رهنمائي او د فيصلې روښانه خبرے.