Shan e Ali Bazban e Nabi

Book Name:Shan e Ali Bazban e Nabi

د حضرت ابوبكر صديق رَضِیَ اللهُ عَنْهُ مبارك عمل

      د مسلمانانو د وړومبي خليفه اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت ابُوبكر صِدِّيق رَضِیَ اللهُ عَنْهُ مبارك عادت وو چې هغوئي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ به حضرت عَلِـىُّ المُرتَضٰى رَضِیَ اللهُ عَنْهُ ته په غور ډير ډير كتل. يوه ورځ د هغوئي شهزادګئ اُمُّ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِیَ اللهُ عَنْها عرض اوكړو: خوږه پلاره! ما ليدلي دي چې كله تاسو  حضرت عَلِـىُّ المُرتَضٰى رَضِیَ اللهُ عَنْهُ ته ګورئ نو بس ګورئ، د دې څه وجه ده. حضرت ابُوبكر صِدِّيق رَضِیَ اللهُ عَنْهُ اوفرمائيل: لورې! ما د الله پاك آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه دا فرمان مبارك اوريدلے دے چې بے شكه د علـي مخ ته كتل عبادت دے. [1]

      اوس دا عبادت (د علـي مخ ته كتل عبادت دے) خو د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان يا خوش نصيبه تابعينو نصيب شو، زمونږ په نصيب دا سعادت چرته دے...! كاش! حضرت مولا علـي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ كرم اوفرمائې او په خوب كښې تشريف راوړى او مونږ ګنهګارانو ته د ديدار شرف را عطا كړي.

(حديث:3) د علـي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ محبت د اِيمان علامت دے

       د مسلم شريف حديثِ پاك دے او د دې راوي پخپله حضرت عَلِـىُّ المُرتَضٰى رَضِیَ اللهُ عَنْهُ دے، فرمائي: زما دې په هغه ذات قَسَم وي څوك چې


 

 



[1] ... المجالسۃ،جزء السادس و العشرون،جلد:3،صفحہ:269 ،رقم:3596۔