Book Name:Zikr Ullah Ki Adat Kesay Banayen
د الله پاك ذِكر واوريدلو نو داسې به ړقيدل لكه څنګه چې د تيزې هوا سره وَنه ړقيږي او د الله په ياد كښې به د هغوئي اوښكې بهيدلې.[1] صحابـئ رسول حضرت ابُوهُرَيره رَضِیَ اللهُ عَنْهُ سره يو تار وو په هغې كښې هغوئي زر غوټې لګولې وې، هغوئي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ به تر هٰغه وخته پورې نه اوده كيدلو ترڅو پورې چې به ئې په هغه (تسبيح نما) تار باندې د الله ذِكر نه وو كړے. حضرت خالد بِن معدان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د تلاوتِ قرآن سره سره په ټوله ورځ كښې څلويښت زره پيرې تسبيحات لوستل. چې كله هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفات شو، هغوئي د غسل وركولو د پاره په تخته سملولے شو نو هغه وخت هم د هغوئي ګوتو حركت كولو (ګويا هغوئي په دغه وخت هم د ګوتو په بندونو باندې د الله پاك ذِكر كولو). حضرت عُمَير بِن هانـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه تپوس اوكړے شو، ستاسو ژبه مباركه د الله پاك د ذِكر نه اودريږي نه، تاسو هره ورځ څومره تسبيحات لولئ؟ اوئې فرمائيل: يو لاك[2] [ځله].
حضرت ابُو عبدُ الرَّحمٰن سَلَمـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو وَلِـيُّ الله وو، هغه به په كثرت سره اَلـلّٰـه، اَلـلّٰـه وئيلو يو ځل د هغوئي په سر څه څيز راغوزار شو، د سر نه ئې وينه روانه شوه، سُبْـحٰـنَ الـلّٰـه!په زمكه چې [هغه وينه] پريوتله نو د هغې نه الـلّٰـه اوليكلے شو.[3]
الله پاك دې مونږ ته هم په كثرت سره د ذِكرُ الله كولو توفيق را نصيب كړي.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْنصَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد