Zikr Ullah Ki Adat Kesay Banayen

Book Name:Zikr Ullah Ki Adat Kesay Banayen

اِطاعت سره ياد كړئ! زه به تاسو په رحمت سره ياد كړم *تاسو ما په دُعا سره ياد كړئ! زه به تاسو په عطا سره ياد كړم*تاسو ما په حمد او ثنا سره ياد كړئ! زه به تاسو په نعمت سره ياد كړم *تاسو ما په دُنيا كښې ياد كړئ! زه به تاسو په آخرت كښې ياد كړم *تاسو ما په آرام او راحت كښې ياد كړئ! زه به تاسو په مُصيبت كښې ياد كړم *تاسو ما په مجاهَده عني په نيكو كښې د كوشش كولو) سره ياد كړئ! زه به تاسو په هدايت سره ياد كړم*اے خلقو! تاسو اووائې: يَـا رَبِّـىْ! (اے زما ربه) زه به اووائيم: عَبْدِىْ(اے زما بنده)*تاسو اووائې: زه ګنهګار يم، زه به اووائيم: زه غَفَّار (يعني ډير بخښنه كوونكے) يم.[1] حديثِ قُدسي دے، الله پاك ارشاد فرمائي: بنده زما ذِكر كوي، زه د هغه سره يم، كه هغه په زړه كښې ما ياد كړي، زه هغه يواځې يادووم، كه هغه په مجمع [يعني د خلقو په ګنړه] كښې ما ياد كړي، زه هغه د هغې نه غوره مجمع (يعني د فرښتو په مخ) كښې يادووم.[2]

اے عاشِقانِ رسول! غور اوكړئ! ذِكرُ الله څومره عظيم عبادت دے چې څوك د الله پاك ذِكر كوي، الله پاك د خپل شان مطابق هغه يادوي. الله پاك دې مونږ ته په كثرت سره د الله پاك د ذِكر كولو توفيق راعطا كړي.  اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]...تفسیر نعیمی، پارہ:2، سورۂبقرہ،زیرِآیت:152،جلد:2،صفحہ:72۔

[2]...بخارى، كتاب التوحيد، باب قول الله تعالىٰ ويحذركم الله نفسه ، صفحہ:1787، حديث:7405.