Share this link via
Personality Websites!
لكه ګنهګارانو ته د جَهَنَّم نه آزادي وركولے شي كوم چې د عذاب حقدار ګرځولي شوي وي. (اَلْفِرْدَوْس بِمَأثوْر الْخطَاب ج٣ ص٣٢٠ حديث٤٩٦٠)
الله پاک دِ مونږ ګنهګاران هُم په خپلو بخښلو بندګانو کښې شامل کړي۔ آمين
د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دوه خواږه نصيحتونه
د صحابـئ رسول حضرت اَبُوسَعِيْد خُدرى رَضِیَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دے: يو ځل يو صحابي د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت اقدس كښې حاضر شو او عرض ئې اوكړو: یَارَسُوْلَ اللّٰہ! اَوْصِنِی يعني اے د الله پاك خوږ حبيبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ما ته نصيحت اوفرمائې! خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه صحابـي ته درې نصيحتونه اوكړل، په هغې كښې دوه نصيحتونه دا دي: ❶ عَلَیْکَ بِتَقْوَی اللّٰہِ فَاِنَّہُ جِمَاعُ کُلِّ خَیْرٍ په تا باندې تقوٰى لازمه ده، بے شكه تقوٰى د ټولو خيرونو مجموعه ده. ❷:وَعَلَیْکَ بِذِکْرِ اللّٰہِ فَاِنَّہُ نُوْرٌ لَکَ او په تا باندې د الله پاك ذِكر كول لازم دے، بے شكه د الله پاك ذِكر به ستاسو د پاره نُور وي.[1]
كاش! مونږه هم نصيحت قبلوونكي جوړ شو
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د غور مقام دے، د صحابۀ كرامو اداګانے څومره ښكلې دي، دا پاكان صحابۀ كرام عَلَيْهِمُ الرِّضْوان به د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضريدل او نصىحتونه به ئې اخستل، پخپله به ئې خواست كولو چې يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ماته نصيحت اوكړئ! نن زمونږه حال څه دے؟ مونږه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami