Qabren Pegham-e-Fana Deti Hain

Book Name:Qabren Pegham-e-Fana Deti Hain

     هغه سړي ځان له يو قبر كنستے وو،  مقبرے والؤ ته د سلام كولو نه پس هغه سړے هغه خالي قبر ته کُوز شو او خپل مخ ئې په زمكه كيښودو او په چغو چغو ئې اووئيل: هائے زما بربادي! كله چې ما يواځې په قبر كښې كيږدي، نو قبر به ما ته داسې وائي: ستا د پاره خير راغلے نشته، زه به ستا د پاره نه فراخه كيږم، ته په ما د پاسه اوسيدلې او د الله پاك نافرماني به دِ كوله، نن ته ما ته دننه راغلے ئې، اوس به زه په تا باندې تنګ شم، نن به تا په مصيبتونو كښې اونښلووم. هائے هائے! بيا چې كله په ورځ د قيامت د خپل قبر نه بهَر را اوځم، زما د ګناهونو بوج به زما په ملا وي، زما مور و پلار به زما نه لرې تښتي، آه! هغه د حشر ميدان چې يو غږ كوونكے به ما ته غږ اوكړي، زه به د خپل ګاونډيانو د صَف نه بهَر اُوځم او مخکښې به ورشم، زما پټ ګناهونه به ښكاره شي، زه به د خلقو په مخكښې پښيمانه او ذليله اودريږم، زما غم به اوګږد شي، بيا به زه د خپل ربِّ قَهَّار بارګاه ته حاضر كړے شم. هائے هائے! هغه وخت به څومره سخت وخت وي. الله پاك به فرمائي: اے بنده! ته به د ګناه كولو په وخت د خلقو نه پټىدې خو ما به ليدلې، آيا زما ليدلو ستا د پاره څه اهَمِّيَّت نه لرلو...؟

      د دې خبرې سره هغه سړے بےهوشه شو، چې كله په هوش كښې راغلو نو آسمان طرف ته ئې اوكتل او الله پاك ئې ياد کړو، حضرت عبدُالله بِن عبَّاس رَضِیَ اللهُ عَنْهُما لرې ولاړ وو او دا ټول منظر ئې ليدلو، بيا حضرت عبدُالله بِن عبَّاس رَضِیَ اللهُ عَنْهُما ور مخكښې شو او په كوم قبر كښې چې دننه هغه سړے ملاست وو، د هغه خوا ته ئې تشريف يووړلو او اوئې فرمائيل: خوږه دوسته! تا د ګناهونو نه د بچ كيدو څومره ښكلي طريقه اختيار كړي ده، آؤ! په هُم دې طريقه ګناهونه د بيخ نه ويستل کيدے شي. بيا هغوئي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ  خلقو طرف ته اوكتل او اوئې فرمائيل: كه دا د كفنونه غل وي نو كاش! چې ټول داسې وے. [1]


 

 



[1]... بستان الواعظین ، صفحہ:166 و167ملتقطاً۔