Book Name:Imam Shafi Ke Ala Ausaf
ګورم ځكه چې اِمام شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قُريشو هٰغه عالِم دے چا چې د خپل علم نه زمكه ډكه كړې ده. [1]
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
ځه! الله پاك دِ تا له بركت دركړى...!
اِمام شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يوه ورځ زه اوده شوم نو قِسمَت مې رابيدار شو، په خوب کښې راته د نوراني ځليدونکي ښکلي مخ مبارک والا خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدار رانصيب شو، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما ته اوفرمائيل: یَاغُلَامُ! مِمَّنْ اَنْتَ؟ اے بچيه! ته د كوم قوم نه ئې؟ ما عرض اوكړو: مِنْ رَھْطِکَ یَا رَسُوْلَ اللّٰہ! يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زه ستاسو د غلامانو نه يم. په دې خبره خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ما باندې شفقت او مهرباني اوكړه، اوئې فرمائيل: را نِزدې شه! زه ورنِزدې شوم، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپلې لاړې مباركې زما په خُله كښې واچولې او اوئې فرمائيل: اِمْضِ بَارَکَ اللّٰہُ فِیْکَ زه! الله دِ تا له بركت دركړي.[2]
مولا علـي ورته ګوتمه عطا كړه
اِمام شافعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو بل د اِيمان نه ډك خوب بيانوي، فرمائي: يو ځل ما خوب اوليدلو چې زه په مَطَاف (يعني مسجدِ حرام كښې د طواف كولو په ځائے) كښې ناست يم، ناڅاپه د يو طرف نه د مسلمانانو څلورم خليفه اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عَلِـىُّ المُرتَضٰى رَضِیَ اللهُ عَنْهُ تشريف راوړو، زه د هغوئي د هر کلي د پاره زر پاڅيدم او د هغوئي د سينے